د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د بګرام هوایي اډې امریکا ته د سپارلو په اړه د ادعاوو خپرېدو په تعقیب، طالبانو دغه راپورونه رد کړي او د افغانستان د خپلواکۍ د ساتنې ټینګار یې کړی دی. محمد نعیم وردک، د طالبانو د بهرنیو چارو د مالي او اداري چارو مرستیال، شنبه، د میزان ۱۲مه، په دې اړه وویل: «بګرام نور لکه پخوا بې برخلیکه نه دی، او هغه دولت هم شتون نلري چې هېواد یې د پردیو په لاس کې پریښود. اوس اسلامي امارت واکمن دی؛ د خلکو اصلي استازی چې شل کاله یې د خپلې خاوري د دفاع لپاره مبارزه کړې ده. د پخواني ناکامی او رواني ناروغی ادارې د تبلیغاتو په اړه اندېښنه مه کوئ.» دا څرګندونې وروسته له هغه سوی چې نجیب آزاد، د افغانستان د پخواني ولسمشرۍ ویاند، په یوه ویډیو کې چې په فیسبوک کې خپره کړې، ادعا وکړه چې طالبانو د بګرام هوایي اډې امریکا ته د سپارلو قرارداد لاسلیک کړی دی. آزاد ویلي چې د امریکا ځانګړي ځواکونه، چې ورته «نیروهای ویژه هفت» ویل کېږي، د ایګن هوایي ډګر څخه افغانستان ته تللي او احتمال لري په څو ساعتونو کې بګرام ته ورننوځي. هغه دا تحول «د امریکا له وتلو وروسته یو له لویو پېښو څخه» وبلله. خو د طالبانو هېڅ مقام دا ادعا نه ده تایید کړې. مخکې هم امیرخان متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، په یوې مرکه کې ویلي وو: «حتی یو متر د افغانستان خاوره هم امریکایانو ته نه ورکول کېږي.» په همدې حال کې، ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، په تېرو څو اونیو کې څو ځله د بګرام د بیرته ترلاسه کولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که طالبان همکاري ونه کړي، «بدې پېښې» به وسي. هغه د بګرام د چین د اتومي مرکزونو سره نږدې والی د دې غوښتنې اصلي دلیل یاد کړی او ویلي چې دا اډه باید د امریکا له لاسه ونه وځي. د بګرام هوایي اډه چې د کابل شمال ته ۴۰ کیلومتره فاصله لري، دوه لسیزې د امریکا او ناټو د پوځي عملیاتو لپاره مهمه وه. دا اډه په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا د ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو کنټرول ته ورسېده او د دې ډلې د درېیمې کليزې په مناسبت، د چین او ایران ډیپلوماتانو په ګډون پوځي رژه ترسره سوه. په داسې حال کې چې ځینې امریکایي شنونکي د بګرام د بیرته ترلاسه کولو لپاره پراخ پوځي عملیات اړین ګڼي، طالبان د افغانستان د خپلواکۍ او بشپړتیا د ساتنې ټینګار کوي او د دې اډې د سپارلو په اړه هر ډول خبرې رد کړي دي.
- بګرام بی برخلیک نه دی
محمد نعیم وردک، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د بګرام هوایي اډې امریکا ته د سپارلو شایعات رد کړل او دا یې «د پخواني ناکام دولت د څېرو ناروغ تبلیغات» وبلل.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=151866
۴ ساعتونه مخکی
شماره خبر 151866
منتشر شده در 6:04 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
مطالب پیشنهادی