طالبان: د بګرام د بېرته نیولو خبرې د افغانانو د احساساتو سپکاوی دی

د طالبانو رسمي وېبپاڼې د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې د بګرام اډې د بېرته نیولو په اړه خبرې د افغانستان پر ملي حاکمیت تېری او د افغان ولس د احساساتو سپکاوی دی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=149613
۱ اونۍ مخکی
شماره خبر 149613
منتشر شده در 4:54 ب.ظ

«الاماره» وېبپاڼې په یوه تازه یاداښت کې لیکلي چې د بهرنیو ځواکونو د بېرته ستنېدو په اړه هر ډول خبرې، په ځانګړي ډول د بګرام هوایې اډې په اړه، د افغانستان پر ملی حاکمیت ښکاره تېری او د افغانانو د احساساتو سپکاوی دی. د راپور له مخې، امیرخان متقي، د طالبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر، په جدی غبرګون کې ویلي: «د بهرنیو ځواکونو د بېرته راتګ موضوع، په ځانګړي ډول د بګرام یادونه، ښکاره تېری او د افغانستان پر خپلواکۍ ښکاره برید دی.» په یاداښت کې ویل سوي چې بګرام د افغانانو لپاره «د یرغل نښه» ده او دې اډې ته د بېرته ستنېدو یادونه د ملي احساساتو ښکاره سپکاوی ګڼل کېږي. دا یاداښت ټینګار کوي چې د افغانستان نننۍ اړتیا سوله، اقتصادي پرمختګ او د خلکو هوساینه ده. د طالبانو په وینا، که نړیواله ټولنه رښتینی تعامل غواړي، باید د پوځي طرحو پر ځای د سیاسي، اقتصادي او کلتوري همکاریو لاره خپله کړي. یاده دې وي چې ډونالد ټرمپ، تازه بیا د بګرام د بېرته نیولو پر «ضرورت» ټینګار کړی و. بګرام هغه مهال د امریکا تر ټولو لوی پوځي مرکز و چې په ۲۰۲۱ کال کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل اوسنی حکومت ته وسپارل سو. طالبانو بیا بیا ویلي چې د افغانستان په خاوره کې د هېڅ هېواد پوځي حضور د منلو وړ نه دی او آن «یو انچ خاوره» هم بهرنیانو ته د استوګنې لپاره نه ورکوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
sadegh-khaan
د افغانستان په اړه د سیمه ییزو خبرو لپاره د پاکستان ځانګړی استازی تهران ته سفر وکړ
taliban-vs-palistan
امیرخان متقي: د افغانستان او پاکستان مثبتې اړیکې د دواړو لورو په ګټه دي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د جماعت اسلامي له پلاوي سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان مثبتې اړیکې د دواړو لورو په ګټه وبللې.
عادله-راز-1-1
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانۍ سفیره: پرته له همه شموله ګډون، په افغانستان کې هېڅ سیاسي بهیر مشروعیت نه لري
عادله راز، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې اعلان وکړ چې د همه شموله ګډون او روښانه ځواب ورکونې له تضمین پرته، په افغانستان کې هېڅ سیاسي بهیر نه سي کولای مشروعیت او پایښت ولري.
روسیه-و-پاکستان
روسیه او پاکستان: په افغانستان کې ترهګرې ډلې د سیمې لپاره ګواښ دي
محمد صادق، او البرت خورف، په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو پر ضد د ګډ تعهد ټینګار وکړ او د مسکو د څلور اړخیزو او مشورتي ناستو د چمتووالي په اړه یې خبرې وکړې.
مطالب پیشنهادی
آخرین اخبار مهم
طالبان: ۹۱۰ کورنۍ په یوه ورځ کې هېواد ته راستنې سوی دي
۱ ورځ مخکی
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د سوداګرو او صنعتکارانو پر ملاتړ ټینګار وکړ
۱ ورځ مخکی
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د زلزلې له امله د ویجاړ سوو کورونو د سمدستي او پایدارې بیا رغونې غوښتنه وکړه
۱ ورځ مخکی
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( دوشنبه د 1404 کال د میزان 7)
۱ ورځ مخکی
په لغمان کې د ۴.۳ ریښتره زلزلې پېښه
۱ ورځ مخکی
د افغانستان د معیوبینو ملي کرکټ ټیم پاکستان ته ولاړ
۲ ورځې مخکی
په ننګرهار او نورستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل سو
۲ ورځې مخکی
د کډوالو ستنېدل؛ طالبانو د اوو زرو څخه د زیاتو کډوالو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی
۲ ورځې مخکی
گزارش و مصاحبه
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۱ اونۍ مخکی
1:57 ب.ظ
د طالبانو په سبک روزنه؛ ولې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوی؟
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوي دي، موضوعات چې د اسلامي ښوونو او د امارت اسلامي د پالیسي خلاف ګڼل کېږي.
۲ اونۍ مخکی
1:27 ب.ظ
یوناما نسبت به وضعیت بحرانی زلزله‌زدگان شرق کشور هشدار داد
د افغانستان ختیځ کې د زلزلې ناورین؛ انساني غمیزه او د واکمنۍ ازموینه
د طالبانو حکومت په دې حساسې مرحلې کې له یوې برخلیک ټاکونکې ازموینې سره مخ دی. ددې بحران اغېزمن مدیریت د واکمنۍ د وړتیا د سنجولو معیار هم ګڼل کېږي.
۲ اونۍ مخکی
11:22 ق.ظ
راحله تلاش: بازداشت‌ زنان در کابل، خلاف شریعت و کرامت انسانی است
۲ میاشتی مخکی
7:01 ب.ظ
بحران فراگیر خشکسالی در افغانستان؛ تهدید خاموشی که زیرساخت ندارد
در حالی‌که افغانستان با یکی از شدیدترین خشکسالی‌های دهه‌های اخیر مواجه است، نبود زیرساخت‌های مناسب، ضعف در مدیریت منابع طبیعی، و نبود برنامه‌ریزی علمی، این کشور را در برابر بحران آب آسیب‌پذیرتر از هر زمان دیگر کرده است.
۲ میاشتی مخکی
7:25 ب.ظ
وطن، نه خاک؛ که باهم بودن است
وطن در واقع همدیگریم، و نه آن شعارهای قدیمی که از تاریخ بیرون کشیده می‌شود. وطن هزاره است، پشتون است، تاجیک است، و همه آن‌ها که درد مشترک دارند و امید به زندگی بهتر.
۲ میاشتی مخکی
6:45 ب.ظ