د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څرگنده کړې ده چې افغانستان په تېر میلادي کال کې د امنیت، اقتصاد او سیاسي اړیکو په ډگرونو کې د پام وړ بدلونونه او بریاوې ترلاسه کړې دي؛ هغه لاستهراوړنې چې د وزارت د وینا له مخې، د تېرو پنځو لسیزو د وخت په پرتله هېڅ ساری نه لري.
حافظ ضیا احمد تکل، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو او ټولنیزو اړیکو مشر، په یوه خپره کړې لیکنه کې ویلي دي چې: د ټول هیواد امنیت ټینگېدل، د دولتي چارو په بهیر کې د اداري درغلیو څرگند کمېدل، اقتصادي ثبات، د ملي گټو ډېروالی، پر ځانبسیاینې اقتصادي ټینگ تمرکز، د بنسټیزو رغنیزو پروژو د پلي کولو چټکتیا، او د سیمې او نړۍ په کچه د اقتصادي اړیکو پراخېدل د تېرو دولسو میاشتو تر ټولو غټې او مهمې لاستهراوړنې دي.
د نوموړي په وینا، اسلامي امارت توانیدلې دی چې د ملي واک، ملي گټو او د هیواد د ارزښتونو د ساتنې تر څنگ، د سیمې او نړۍ له بېلابېلو هیوادونو سره خپلې سیاسي اړیکې لا پیاوړې، پراخې او پر مثبت لوري حرکت ورکړي، او هیواد د رغنده او هیلهمنو بدلونونو پر لاره بوځي.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو او ټولنیزو اړیکو مشر زیاته کړې ده چې: د گاونډیو او سیمیزو هیوادونو سره رغنده او تلپاتې اړیکې، د اقتصادي مرستو او گډو هڅو پراخول، او په سترو سیمیزو پروژو کې د افغانستان د گډون لپاره هراړخیز کار د اسلامي امارت د بهرنیو اړیکو د تگلارو بنسټیز لومړیتوبونه دي.
تر دې مخکې، مولوي ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، هم ویلي وو چې افغانستان په تېر میلادي کال کې د بهرنیو اړیکو او دیپلوماسۍ په ډگر کې مهم پرمختگونه ترلاسه کړي دي. د هغه په وینا، د روسیې له لوري د اسلامي امارت د بندیزونو لرې کول، د واکمنې ډلې د مشرانو ۹۹ بهرني تگراتگونه چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، سوداگریز بهیر د پراختیا او د سیاسي اړیکو د ټینگښت لپاره ترسره سوي دي، د یاد کال د مهمو سیاسي گامونو برخه جوړوي.




