طالبان: د افغانستان ډيپلوماسۍ په ۲۰۲۵ کي د پام وړ پرمختګ کړی دي .

د طالبانو وياند اعلان کړی دی چې د ۲۰۲۵م میلادي کال په ترڅ کي افغانستان د ډيپلوماسۍ او بهرنيو اړيکو په برخه کي د پام وړ لاسته راوړني لرلي دي.
طالبان: د افغانستان ډيپلوماسۍ په ۲۰۲۵ کي د پام وړ پرمختګ کړی دي .

د معمار خبري آژانس د راپور له مخي؛ ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو وياند، د چهارشنبې په ورځ، د جدي مياشتي پر ۱۰مه نیټه ، په خپلو څرګندونو کي ويلي دي چې د افغانستان واکمن نظام په ۲۰۲۵م کال کي توانېدلی دی چې نړيوالي اړيکي پراخي کړي، او د ده په وينا، د روسيې له خوا په رسمي توګه پېژندل سوی دی.

د نوموړی په وینا، د دې ډلې لوړپوړو مسئولينو، لکه د رئيس‌الوزرا مرستيالانو او د کابینې وزيرانو، د ۲۰۲۵م کال په جریان کي نږدې ۹۹ بهرني سفرونه ترسره کړي دي، چې ډېری یې د اقتصاد، سوداګرۍ او ډيپلوماټيکو اړيکو د پياوړتيا په موخه وه.

د دې ادعاوو سر بېره ، تر اوسه پوري هېڅ لوېديځ هېواد، د افغانستان ګاونډي هيوادونو او ان یو شمیر اسلامي هيوادونو هم طالبان په رسمي توګه د مشروع حکومت په توګه نه دي پېژندلي، او د روسيې پرته بل هېڅ هېواد تر دې دمه هغوی په رسميت نه دي منلي.

په همدې حال کي کارپوهان وايي چې که د بشري حقونو درناوی، د وګړو د اساسي ازاديو تامین، او د يو ټول‌شموله حکومت جوړښت مراعت نه‌سي، نو طالبان نه‌سي کولای د نړيوالي ټولني له خوا د پراخ رسميت تمه ولري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x