د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ ذبيحالله مجاهد، د طالبانو وياند، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونيو ګوټرش د وروستيو نیوکو په غبرګون کې چې د ټول شموله حکومت نشتون او د ښځو د حقونو نقض ياد کړي، ويلي دي چې دا مسايل «د افغانستان داخلي چارې» دي او نړيواله ټولنه بايد پکښې مداخله ونه کړي.
مجاهد زياته کړه ؛ هغه موضوعات چې د عمومي منشي لخوا مطرح سوي دي، «د افغانستان داخلي چارو پورې اړه لري» او طالبان د خلکو ګټې د روان نظام په چوکاټ کې خوندي ګڼي.
هغه په يوه رسنۍيي مرکه کې ټينګار وکړ چې «د افغانستان د خلکو ګټې په اوسني نظام کې خوندي دي» او د طالبانو حکومت د هېواد د ثبات او امنيت لپاره هڅې کوي.
دا غبرګون په داسې حال کې مطرح سوی چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل تازه موقف کې يو ځل بيا د افغانستان د روان سياسي جوړښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټينګار يې کړی چې د ټول شموله حکومت نشتون د دې هېواد د تلپاتې سولې لپاره اصلي خنډ دی.




