د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ حمدالله فطرت، د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند، اعلان کړی چې د اداري فساد پر ضد مبارزه د دې حکومت لومړیتوب دی او په تېرو څلورو کلونو کې د اداري فساد کچه تر ممکنه کچې راټیټه سوې ده.
د ده په وینا، د طالبانو حکومت د فساد، اختلاس او د ځمکو د غصب پر ضد جدي او اغېزمن اقدامات ترسره کړي او د فساد د بشپړ له منځه وړلو لپاره قوي اراده موجوده ده.
فطرت ټینګار کړی چې که څه هم په ټیټو کچو ممکن لا هم ځینې ستونزې پاتې دي، خو ډېر هغه کسان چې د فساد او د ځمکو د غصب په تور متهم وو، نیول سوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل سوي دي.
هغه څرګنده کړې ده چې د طالبانو حکومت به هېڅ چا ته اجازه ورنه کړي چې اداري فساد، رشوتخوړنه یا د شخصي او دولتي ځمکو غصب وکړي.



