طالبان: بندیزونه نور اغېزناک نه دي

د طالبانو دحکومت د مرستیال ویاند ویلي چې د بندیزونو د څارنې د ډلې د مأموریت غځول «د تېرو ناکامو تجربو تکرار» دی او دا ډول کړنې نه په تېرو وختونو کې نتیجه ورکړې او نه به په راتلونکي کې د چا په ګټه وي.
طالبان: بندیزونه نور اغېزناک نه دي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ حمدالله فطرت، د طالبانو د حکومت د مرستیال ویاند، د افغانستان د حاکمې ډلې د بندیزونو د څارنې د مأموریت د غځونې په غبرګون ویلي دي: «د بندیزونو او مجازاتو پلي کول نه په تېرو وختونو کې نتیجه لرلې او نه په راتلونکي کې به د چا په ګټه وي. د دې ډول وسایلو مکرر کارول او ناکامې تجربې منطقي نه دي.»

هغه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې او چین د دریځ ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې بندیزونه د افغانستان د اوسنیو پرمختګونو او واقعیتونو سره همغږي نه لري، ځکه چې ډېری یې په تېرو کړکیچنو شرایطو کې وضع سوي دي.

فطرت همدارنګه څرګنده کړه چې اوس افغانستان د مختلفو هېوادونو سره د اړیکو او تعامل په پراختیا کې دی او د دې هېواد امنیت او ثبات ورځ تر بلې ښه کېږي. هغه ټینګار وکړ: «افغانستان په اوسنیو شرایطو کې تر هر څه زیات د نړیوالې همکارۍ او تعامل ته اړتیا لري، نه د بندیزونو وضع یا تل پاتې غځونې ته چې د هېواد ستونزې نورې هم زیاتوي.»

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند په پای کې د لویدیځو هېوادونو څخه وغوښتل چې خپلې تګلارې بیا وڅېړي او د افغانستان سره د رغنده تعامل تګلاره خپله کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x