طالبان: بشردوستانه مرستې باید سیاسي نه سي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزارت سرپرست د افغانستان د سختو حالاتو او د بېرته راستنېدونکو کډوالو د وضعیت یادونه وکړه او د نړیوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې بشردوستانه مرستې له سیاسي چارو جلا وساتي.
طالبان: بشردوستانه مرستې باید سیاسي نه سي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ مولوي عبدالکبیر، د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر، د افغانستان د سختو شرایطو او د بېرته راستنېدونکو کډوالو، په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې، یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه باید بشردوستانه مرستې له سیاسي موضوعاتو سره یوځای نه کړي.

د کډوالو د وزارت د خبرپاڼې له مخې، عبدالکبیر دا موضوع د عرفات جمال سره، چی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو لوړپوړي استازي دي ، په لیدنه کې مطرح کړې ده.

ځینې نړیوالو بنسټونو او ادارو مخکې هم خبرداری ورکړی وو چې د کډوالو جبري راستنېدل له ایران او پاکستان څخه کولای سي د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت لا پسې خراب کړي.

وروسته له دې چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، ګڼ شمیر هېوادونو او نړیوالو ادارو د افغانستان د اساسي بشري حقونو د محدودیتونو، او د امنیتي او سیاسي اندېښنو له امله، خپلې بشردوستانه مرستې افغانستان ته په پام وړ ډول کمي کړي دي.

همدارنګه، الکساندر ماتئو، د آسیا او ارام سمندرګي سیمه‌ییز مسؤل د نړیوال سره صلیب او سرې مياشتي سازمان، خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو درول کولای سي د افغانستان لپاره خواشینونکې او ویجاړونکې پايلي ولري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x