طالبان او ډیجیټلي سانسور؛ په دولتي ادارو کې د هوښیار(سمارټ) موبایلونو د کارولو بندیز

د طالبانو د ډلې مشر په یوه نوي فرمان کې د دولتي کارکوونکو له لوري د هوښیار (سمارټ) موبایلونو کارول د دندې پر مهال منع کړي دي.
طالبان او ډیجیټلي سانسور؛ په دولتي ادارو کې د هوښیار(سمارټ) موبایلونو د کارولو بندیز

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، ملا هبت‌الله اخندزاده، د طالبانو د سرپرست حکومت مشر، په خپل تازه فرمان کې اعلان کړی چې دولتي کارکوونکي د دندې پر مهال سمارټ‌فونونه نه سي کارولی. د باوري سرچینو په وینا، دا پرېکړه د هغه له پخواني امر وروسته سوې ده چې د دولتي ادارو لپاره یې د چټک انټرنټ او وایرلس بندولو امر کړی وو. ټاکل سوې دا بندیزونه په راتلونکو ورځو کې عملي سي.

سرچینې زیاتوي چې د دې اقدام هدف دا ښودل سوی چې ګواکې له انټرنټ او «ناوړه محتوا» څخه د کارکوونکو کارول محدود کړي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د انټرنټ خدمتونه له کموالي او لوړو تعرفو سره وړاندې کېږي او تازه په لسو ولایتونو کې د انټرنټ پرې کېدل رامنځته سوي دي.

د «اتوما» شبکه چې د «ام‌ټي‌ان» ځایناستې ده په ډېرو سیمو کې له جدي تخنیکي ستونزو سره مخ ده. د طالبانو سرپرست حکومت د مخابراتو وزارت خپلو کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي چې د دغو ستونزو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه