د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه ( د سرطان ۱۷مه) په خپله پاڼه یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي چې د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله اخندزاده د حکم له مخې: ملا هدایتالله بدری د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په توګه او د دغه وزارت پخوانی سرپرست شهاب الدین دلاور د مالیې وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی. مجاهد زیاته کړې، چې د طالبانو مشر ملا نورالدین ترابي د سرې میاشتې څانګې پخوانی رییس د پېښو پر وړاندې د مبارزې د څانګې د مشر په توګه ټاکلی دی. د سرې میاشتې پخوانی رئیس مولوي مطیع الحق خالص د چاپېریال ساتنې ریاست د رئیس او د مرکزي بانک پخوانی مرستیال ملا نور احمد اغا د دغه بانک د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.

- 44
- کې خپور شو 5:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 9368
- July 7, 2024
- کې خپور شو 5:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 9368
- July 7, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 17:15 - July 7, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9368
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

له سیمې څخه د ۷۴۵ افغان کډوالو کورنیو بېرته ستنېدل
3 ساعتونه پیش


تاجیکستان له طالبانو څخه د بخښنې غوښتنه وکړه
3 ساعتونه پیش

0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments