د معمار پرس د خبر له مخې؛ په هرات کې د طالبانو والي نوراحمد اسلامجار د دوشنبې په ورځ د جدي په ۱۱ مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له مرستیال سره وکتل. د هرات والي په دې کتنه کې وويل چې د اقليمي بدلونونو او پرله پسې وچکاليو د دغه ولايت له ولسواليو څخه مرکز ته د مهاجرو د څپو سبب شوى دى. هغه زياته کړه، خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ډېرى يې د خپلو لومړنيو اړتياوو د پوره کولو توان نه لري. په دې کتنه کې دواړو لورو له افغانانو سره د بشري مرستو په ګډون په بېلابېلو برخو کې پر لازیاتو همکاریو ټینګار وکړ.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7282
۱۱ میاشتی پیش
شماره خبر 7282
منتشر شده در ۱۱:۱۶ - جدی ۱۲, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email