د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دوحه کې د طالبانو سفیر محمد سهیل شاهین په افغانستان کې د جرمني سفارت د شارژدافیر رولف ډیټر رینهارډ سره ولیدل او دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو په اړه بحث وکړ.
په قطر کې د طالبانو د سفارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، غونډه د سیاسي اړیکو پیاوړتیا، بشري مرستو او د کابل او برلین ترمنځ د باور فضا رامینځته کولو باندې متمرکزه وه.
جرمني په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په کابل کې خپل سفارت وتړل او تر اوسه یې له دې ډلې سره رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې نه دي لرلي.