طالبان او ایران د کانونو او اقتصادي همکاریو په پراخولو ټینګار وکړ

توافق ایران و افغانستان برای همکاری‌های اقتصادی و سرمایه‌گذاری در منابع معدنی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري او په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیکدلي په یوه دوه اړخیزه غونډه کې د افغانستان د کانونو په سکتور کې د اقتصادي اړیکو او پانګونې په پیاوړتیا ټینګار وکړ.

په دې کتنه کې، دواړو خواوو د اقتصادي همکارۍ، د کاني سرچینو استخراج او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په فرصتونو بحث وکړ.

د طالبانو د کانونو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان معدني سرچینې د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو لپاره لوړ ظرفیت لري او له ایران سره همکاري کولای شي د دې سکتور په پراختیا کې مرسته وکړي.

د ایران سفیر همدارنګه د کانونو د استخراج او مدیریت په برخه کې د افغان انجنیرانو د وړتیا لوړولو لپاره د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ.

بیشتر بخوانید:  د ملګرو ملتونو له استازي سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال لیدنه او بحث
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه