د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبانو د سې شنبې په ورځ (د حمل ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چی د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دا ادعا له یو شمېر طالب چارواکو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې کړې ده چی په افغانستان کې له ۲۵ کلونو وژنې وروسته هر افغان حق لري چې ژوند وکړي او خپلې خوښۍ ولمانځي. خبرپاڼه زیاتوي، چې قومي مشرانو او علماوو د اختر په ورځو کې د امنیت له تامین څخه خوښي څرګنده کړه او له اړوندو مسوولینو یې مننه وکړه. دوی وویل چې خلک د طالبانو له چلند څخه خوښ دي او زیاته یې کړه چې له طالبانو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي. طالبانو ادعا کړې چې د امنیتي ځواکونو او ولس ترمنځ د ښې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې به له اختر وروسته هم د امنیت د تامین لپاره هڅې وکړي.

- 34
- کې خپور شو 12:56 ب.ظ
- د خبر شمیره 8308
- April 14, 2024
- کې خپور شو 12:56 ب.ظ
- د خبر شمیره 8308
- April 14, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 12:56 - April 14, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8308
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



