د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د سرچینو د راپور پر بنسټ، د طالبانو یو مقام اعلان کړی چې انټرنېټ او مخابراتي شبکې د ملا حسن آخند، د دې ډلې د رئیسالوزرا، په امر فعال سوي، په داسې حال کې چې پرېکون یې د طالبانو د مشر ملا هبتالله په فرمان ترسره سوی وو. دا په داسې حال کې ده چې د ۴۸ ساعتونو عمومي پرېکون وروسته، د انټرنېټ د فایبر نوري خدمتونه او مخابراتي شبکې بېرته په ټولو ولایتونو کې وصل سوي دي. د طالبانو ادارې د دوشنبې په ورځ، د تلې ۷مه، د فایبر نوري انټرنېټ او مخابراتي شبکو خدمتونه په ټول هېواد کې پرې کړې وو. له دې سره د طالبانو د حکومت ادارو فعالیتونه ګډوډ سول او بانکونه، ګمرکونه او الوتنې ودرول سوې.
- په افغانستان کې د انټرنېټ اتصال
انټرنېټ او مخابراتي شبکې د ملا حسن آخند، په امر بېرته فعال سوي، په داسې حال کې چې د انټرنیټ پرېکون د طالبانو د مشر ملا هبتالله په فرمان ترسره سوی وو.

- 71
- کې خپور شو 1:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 151240
- October 2, 2025
- کې خپور شو 1:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 151240
- October 2, 2025
- تازه تازه 13:15 - October 2, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151240
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



ټولنیز عدالت؛ په افغانستان کې د پرمختګ ورکه سوې کړۍ
13 ساعتونه پیش

د یونسکو خبرداری: د نړۍ د ژبو بیلابیلوالي د ګواښ سره مخ دي
13 ساعتونه پیش