طالبان: امریکا په افغانستان کې تحقیر سوه

عبدالله عزام، د ملا عبدالغني برادر د دفتر مشر، د ټرمپ د خبرو په غبرګون کې ویلي چې امریکا د ونزوېلا په وروستیو عملیاتو کې نه سي کولای خپل هغه اعتبار بیرته ترلاسه کړي چې د افغانستان څخه له وتلو وروسته یې له لاسه ورکړی وو، او افغانستان تل د نړیوالو قدرتونو لپاره د ناکامي او ماتې بیلګه پاتې سوې ده.
طالبان: امریکا په افغانستان کې تحقیر سوه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، عبدالله عزام، د طالبانو اقتصادی مرستیال، د ملا عبدالغني برادر د دفتر مشر، د امریکا د وتلو په اړه د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې یو یادداشت خپور کړی دی.

هغه د ټرمپ د خبرو په اشارې سره چې د امریکا وتل له افغانستان څخه یوه نړیوال سپکاوی ګڼلی وو، لیکلي چې امریکا د وتلو پر مهال د نړیوالې ټولنې له خوا تورنه سوه او خپل اعتبار یې له لاسه ورکړ.

عزام زیاتوي چې اوس د امریکا د ونزوېلا په پوځي عملیاتو پسې، واشنګټن هڅه کوي چې بیا خپل نړیوال اعتبار ترلاسه کړي، خو د هغه په باور، «هر ځواک چې په نورو هېوادونو کې د تیری کوونکو په توګه ځان ته اعتبار جوړوي ، په افغانستان کې خپل اعتبار له لاسه ورکوي.»

دغه مقام چې د طالبانو له رهبری سره نژدې دی، همدا ډول لیکلي چې افغانستان د نړیوالو قدرتونو لپاره یوه داسې سیمه ده چې نه یوازې بریا، بلکې ناکامي او ماته یې تجربه کړي ده.

د عبدالله عزام دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا د ونزوېلا وروستي عملیات او د امریکا د بهرني سیاست په اړه غبرګونونه لاهم د سیمه ییزو او نړیوالو سیاسي څېرو ترمنځ دوام لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x