طالبان: افغانستان په پاکستان پورې تړلی نه دی

د کابل او اسلام آباد ترمنځ د کړکیچونو د زیاتیدو او د پاکستان سره د پولې د ګمرکونو د تړل کېدو په تړاو، د طالبانو چارواکو ویلي چې افغانستان په پاکستان پورې تړلی نه دی او د بدیلو سوداګریزو لارو د جوړولو سره خپل واردات او صادرات روان ساتي.
طالبان: افغانستان په پاکستان پورې تړلی نه دی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ یو طالب چارواکي تایید کړه چې د افغانستان ګمرکونه د پاکستان سره په پوله کې په بشپړه توګه تړل سوي دي؛ دې کار په دواړو هېوادونو کې د سوداګرۍ مستقیم منفي اغېز کړی دی.

دغه چارواکي زیاته کړه چې افغانستان وتوانېد د بدیلو سوداګریزو لارو د فعالولو سره دا ستونزه تر یوه حده اداره کړي او د پولې د تړل کېدو سره سره سوداګري روانه ده او په ځینو برخو کې «ښه پرمختګونه» هم سوي دي.
هغه وویل: «که څه هم د ګمرکونو تړل د هیچا په ګټه نه دي، خو موږ د نویو سوداګریزو لارو جوړولو سره خپل واردات او صادرات روان ساتلي دي.»

خو، باوري سرچینو رسنیو ته ویلي چې د ګډو پولې دروازې تړل او د ګمرکي عوایدو کمښت د طالبانو د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ځنډېدو له اصلي لاملونو څخه دی.

د ګمرکونو تړل هم په کور دننه د اساسي توکو د بیو د لوړوالي او د اقتصادي وضعیت د سختوالي په اړه اندېښنې پیدا کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x