طالبان: افغانستان د چرګانو د غوښې په تولید کې پر ځان بسیا شوي دي

طالبان: افغانستان در تولید گوشت مرغ به خودکفایی رسیده است
لنډ لینک: https://memar.press/?p=116119
۱۰ میاشتی مخکی
د خبر شمیره 116119
کې خپور شو 12:49 ق.ظ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې افغانستان د چرګانو د غوښې د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شوی دی. د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د راپور له مخې په ټول هېواد کې د چرګانو څه باندې ۱۰ زره فارمونه فعال دي. او په کال کې له ۳۰۰۰۰۰ ټنو څخه زیات د چرګانو غوښه تولیدیږي چې کورني بازار ته وړاندې کیږي. په داسې حال کې چې د چرګانو د غوښې په تولید کې پر ځان بسیا کېدل د افغانستان لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه ده، يو شمېر فارم لرونکي له دولت څخه غوښتنه کړي دي چې د دغه محصول د صادراتو لپاره دې لازم شرايط برابر کړي، تر څو بهرنۍ بازارونه وګټي او د هېواد په عايداتو کې زياتوالى راشي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
nerkhe-asar-buy-sell-dollarafg
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (چهارشنبه د 1404 کال د عقرب 7)
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، چهارشنبه، عقرب 7
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، چهارشنبه، عقرب 7
خیبر
د افغانستان او پاکستان د پولو د بندېدو له امله د خوراکي او ودانیزو توکو بیې لوړې سوې
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي تګلارو د تړل کیدو له دوو اوونیو ډېر وخت سوی دی. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې له ۵۰۰ څخه زیات باروړونکي موټر، چې سوداګریز توکي یې لېږدول، فاسد سوي او د توکو بیې په بازارونو کې لوړې سوې دي.
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، سه شنبه، عقرب 6
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، سه شنبه، عقرب 6
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.