د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په دې اړه وویل: د طالبانو د سرپرست حکومت په مشرۍ افغانستان غواړي چې د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره پراخې اړیکې جوړې کړي. طالبان هیله من دي چې د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ به مهمې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شي. تکل زیاته کړه، د افغانستان د ثبات او پرمختګ او د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د سرپرست حکومت او د سیمې او نړۍ د هېوادونو تر منځ اقتصادي او سیاسي تعاملات ډېر مهم دي. د طالبانو سرپرست حکومت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د پراخو او باوري اړیکو غوښتونکی دی او د اقتصادي تعامل پر اهمیت ټینګار کوي.

- 37
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=111668
- کې خپور شو 3:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 111668
- December 4, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=111668
- کې خپور شو 3:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 111668
- December 4, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:15 - December 4, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



