طالبان: افغانستان د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې افغانستان اوس یو امن هېواد دی او له دې خاورې څخه د نورو هېوادونو پر وړاندی هېڅ ډول ګواښ نسته.
طالبان: افغانستان د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه دی.

د معمار خبری آژانس د راپور له مخی، سراج‌الدین حقاني، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر نن وویل، چې افغانستان دا مهال یو امن هېواد دی او د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه پېښوي.

حقاني زیاته کړه، هغه ژمنې چې د دوحې په خبرو اترو کې سوې وې دا چې له افغانستانه به پر نورو هېوادونو ګواښ نه کېږي، عملي سوې دي.

په ورته وخت کې، رحمت‌الله نجیب، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال هم ویلي، چې د دې وزارت چارواکي هڅه کوي د پاکستان نه د مهاجرینو د بېرته راستنېدو لپاره عملي حل لاري پیدا کړي او د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د رغېدو لپاره ګامونه واخلي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې لا هم د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ اړیکې د امنیتي اندېښنو او وسله‌والو ډلو د فعالیت له امله حساسې دي او د نړیوالو بنسټونو تر جدي څار لاندې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x