د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبه (د سنبلې۲۲مه) اعلان وکړ چې د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې د څانګې ملکي مرستیال قاسمي له ازبکستانه غوښتي چې له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
قاسمي زیاته کړه، طالبان د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې ته هوډمن دي او د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو د همکارۍ هرکلی کوي.