د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کونړ د امنيې قوماندان ضیاء الحق او د ننګرهار د استخباراتو د مشر عابد سره په یوه غونډه کې د راستنیدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره د ادارو ترمنځ د هر اړخیزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
هغه د دغو خلکو لپاره د همغږۍ او مسؤلانه خدماتو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.
د طالبانو د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د کونړ او ننګرهار امنیتي چارواکو ډاډ ورکړ چې په دې ولایتونو کې د کډوالو وضعیت مناسب دی او د دوی امنیت ډاډمن شوی دی.
دوی ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونه د راستنیدونکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره شپه او ورځ کار کوي.