طالبانو په ۹ ولایتونو کې مهاجرینو ته ۲۸ زره جریبه ځمکه ځانګړې کړې

سفارت جاپان در کابل حمله داعش به وزارت شهرسازی طالبان را محکوم کرد
لنډ لینک: https://memar.press/?p=115953
۱۰ میاشتی مخکی
د خبر شمیره 115953
کې خپور شو 11:20 ق.ظ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ښار او کور جوړونې وزارت اعلان وکړ چي افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د استوګنې د ستونزې د حل په موخه د هېواد په ۹ ولایتونو کې د ځمکو د وېش کمېسیون ۲۸۱۱۶ جریبه ځمکه د کډوالو د استوګنې لپاره ځانګړې کړې ده. په هغه خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ (د جدي ۱۵مه) خپره شوه، راغلي چې دغو کمېټو د طالبانو د مشر په امر خپل فعالیتونه پیل کړي او دنده لري چې د هغو ځمکو په نښه کړي چې د اړمنو کډوالو لپاره د استوګنې لپاره جوړې شي. په هغو ولایتونو کې چې مهاجرینو ته ځمکې ځانګړې شوي دي کابل، غزني، ارزګان، فراه، کندهار، جوزجان، سمنګان، پنجشیر او بامیان دي. په هر صورت، د دې ځمکو د حق لرونکي مهاجرینو د پیژندلو لپاره د معیارونو په اړه نور جزئیات ندي ورکړل شوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
96-05-c07-643-2
د طالبانو او پاکستان د خبرو د بیا پیل احتمال په ترکیه کې
هغه سرچینې چې طالبانو ته نږدې دي وایي، احتمال سته چې د طالبانو او پاکستاني پلاوو تر منځ خبرې په ترکیه کې دوام ومومي، که څه هم تراوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده سوې.
vollyball
د افغانستان د والیبال ملی لوبډله د مرکزي آسیا دوهم مقام خپل کړ
د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د مرکزي آسیا د اتلولۍ په سیالیو کې د دوهم مقام تر لاسه کولو وروسته، د چهارشنبې په ماښام د ورزشي چارواکو او خلکو له تود هرکلي سره هېواد ته راستانه سوه.
زلمی-خلیلزاد-1
خلیل‌زاد: د پاکستان وزیران د افغانستان په اړه د «ښه او بد پولیس» رول لوبوي
زلمی خلیل‌زاد، د پاکستان د کورنیو او دفاع وزیرانو وروستۍ څرګندونې متناقضې بللې او ویلي یې دي چې داسې ښکاري دا دواړه چارواکي د افغانستان په وړاندې د «ښه او بد پولیس» رول لوبوي.
استفان-دوجاریک-سخنگوی-سازمان-ملل.jpg
د ملګرو ملتونو سازمان: د طالبانو او پاکستان د مذاکراتو ناکامي د اندېښنې وړ ده
ملګرو ملتونو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د استانبول د مذاکراتو له ناکامۍ وروسته اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې د جګړو له بیا پیلېدو مخنیوی وسي.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.