د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ ځايي سرچینو ویلي چې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عن المنکر ادارې مأمورانو د ټولو هغو خیاطانو فعالیتونه بند کړي چې د ښځو جامې یې ګنډلې. سرچینې د دوشنبې په ورځ، د سنبلې په ۳۱مه، رسنیو ته ویلي چې دا اقدام د تېرو اونیو راهیسې پیل سوی او د طالبانو له لوري په جدي ډول څارل کېږي. د راپورونو له مخې، ټولې خیاطیانې چې د ښځو د جامو په ګنډلو بوختې وې، تړل سوې دي. د سرچینو په وینا، تېره اونۍ لږ تر لږه لس تنه خیاطان د طالبانو د امر بالمعروف مأمورانو له خوا نیول سوي وو. که څه هم دوی له لنډې مودې وروسته د ضمانت په ورکولو خوشې سول، خو د دوی کار لا هم تړلی پاتې دی. د طالبانو دغه پرېکړې په کندهار کې لسګونه کسان بېکاره کړي او د دې ولایت اوسېدونکي یې سخت اندېښمن کړي دي. د سیمې یو شمېر خلکو دا اقدام د کورنیو پر معیشت، په ځانګړي ډول د ښځو پر اقتصادي ژوند، دروند ګوزار بللی دی؛ ځکه ډېرو کورنیو له همدې لارې خپل ژوند پر مخ وړه. ځايي سرچینې همدارنګه خبرداری ورکوي چې د طالبانو د امر بالمعروف مأمورانو ګواښ کړی چې ډېر ژر به په کندهار کې د ښځو پر وړاندې نور پراخ محدودیتونه ولګوي.
- د ښځینه جامو ګنډونکو پر فعالیت بندیز
ځايي سرچینې په کندهار کې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره، د ټولو هغو خیاطیانو فعالیتونه درولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=149736
۱ اونۍ مخکی
شماره خبر 149736
منتشر شده در 2:12 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
مطالب پیشنهادی