طالبانو په کندهار کې د پخواني جهادي قومندان د قبر د نړولو ادعا رد کړه

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ملا نقیب الله اخوند د قبر ویجاړول له غبرګونونو سره مخ شوي دي. نوموړی د جمعیت اسلامي له پخوانیو جهادي قومندانانو څخه و او قبر یې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې دی.

په ټولنیزو شبکو کې داسې انځورونه خپاره شوي چې ښيي د دغه قومندان قبر کندلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ په پنجشېر کې د درېيم ځل لپاره د هېواد د ملي اتل احمد شاه مسعود د قبر ډبره ونړول شوه.

له بلې خوا د ملا نقیب الله اخوند د مقبرې ړنګولو غبرګونونه راپارولي دي.

د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند ویلي، چې د ملا نقیب الله قبر د مضرو کسانو له خوا بې عزته شوی دی.

عطا محمد نور هم پر دې کار غبرګون وښود او طالبان یې په بې احترامۍ تورن کړل او ویې ویل چې دغه ډله انساني او اخلاقي ارزښتونو ته په سپکاوي تورنه ده.

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم وسله وال طالبان د ملا نقیب الله ملا د قبر په ورانولو تورن کړل او هغه یې د اسلامي ارزښتونو خلاف وبلل.

خو په کندهار کې د طالبانو د والي وياند وايي چې د ملا نقيب الله د قبر د نړولو خبر درواغ دى او حقيقت نه لري.

بیشتر بخوانید:  په نیویارک کې تر ۷ زرو زیاتو نرسانو اعتصاب کړی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x