د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو اقتصادي معاونیت د سېشنبې په ورځ (د جدي ۹مه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د کابل ولایت د ودانۍ مخې ته د نوي پل د جوړولو کار پیل سوی دی. دا مراسم د طالبانو د رییسالوزرا د اقتصادي مرستیال، عبدالغني برادر، په حضور کې ترسره سول.
د طالبانو د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، دا پل به ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور او ۶٫۸ متره لوړوالی ولري، او د جوړولو موخه یې د کابل ښار په مرکز کې د تګ راتګ اسانتیا او د ترافیک ښه مدیریت بلل سوی دی.
د طالبانو د رییسالوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي، په همدې مناسبت جوړې سوې غونډه کې وویل چې دا پروژه به د ۴۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت تطبیق سي.
هغه زیاته کړه چې دا پل به په ۱۵ میاشتو کې بشپړ سي او د ترافیک د بهیر په ښه والي او د ښار مرکزي سیمو ته د اسانه لاسرسي په برخه کې به مهم رول ولوبوي.



