د طالبانو حکومت پلورونکي تر ۲ ملیون پورې د مالیې له ورکولو معاف کړي. د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د مشر ملا هبت الله د حکم له مخې تر دوو میلیونو افغانیو پورې د خرڅلاو مالیه بالکل معاف اعلان شوې ده. د طالبانو د مشر په حکم کې دا هم ویل شوي چې له دې څخه زیاتې پیسې پر خرڅلاو به یوازې ۰،۳ سلنه مالیه وضع کېږي. د طالبانو د ویندوی د دفتر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن د مالیې په وزارت کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې دغه فرمان به د ۱۴۰۳ کال له پیله نافذ شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8849
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 8849
منتشر شده در 3:37 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email