طالبانو په هرات کې د نجونو تعلیمي مرکزونو ته د نویو محدودیتونو سره بیا د فعالیت اجازه ورکړه

طالبانو په هرات کې د نجونو تعلیمي مرکزونو ته د نویو محدودیتونو سره بیا د فعالیت اجازه ورکړه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبانو د شنبې په ورځ د عقرب په ۲۷ مه اعلان وکړ چې د دې ډلې د پوهنې وزارت د اصولو په رعايتولو سره يې په هرات ولايت کې د نجونو د زده کړو مرکزونو ته د بيا فعاليت اجازه ورکړې ده. په هرات کې د طالبانو د پوهنې مشر رحمت الله جابر د دغه ولایت د تعلیمي مرکزونو له مسوولینو سره په خبرو کې وویل چې د پوهنې په مرکزونو کې باید د طالبانو له خوا د پوهنې وزارت د قوانینو له مخې تدریس وشي. په هرات کې د طالبانو د پوهنې رئیس زیاته کړه چې رسنیو د تعلیمي مرکزونو د تړلو خبرونه په تعصبي ډول خپاره کړي دي. د دې قوانینو له مخې، نارینه ښوونکي حق نه لري چې نجونو ته درس ورکړي او نجونې باید بشپړ اسلامي حجاب واغوندي.

بیشتر بخوانید:  ملا یعقوب: د نظام دښمنان غواړي د مقام او قوم په نوم زموږ یووالی ګډوډ کړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x