د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا سروې د زرګونو راستنیدونکو د دوامداره استوګنې لپاره د مفصل پلان چمتو کولو او اساسي زیربنا چمتو کولو لپاره ترسره شوې.
د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت د GIS سروې څانګې تخنیکي ټیم، په ننګرهار کې د ځایی متخصصینو په همکارۍ، د 18,189 جریبه ځانګړې شوې ځمکې سروې وکړه.
د ننګرهار د ښاري پراختیا او کور جوړونې رییس، محمد نبي سعیدي ټینګار وکړ چې سروې د پرمختللو تجهیزاتو او د تجربه لرونکي ټیم لخوا ترسره شوې.