طالبانو په ننګرهار کې د ښځو لپاره د سمارټ فونونو پر کارولو بندیز ولګاوه

ممنوعیت استفاده از تلفن هوشمند برای زنان در ننگرهار توسط طالبان
لنډ لینک: https://memar.press/?p=113771
۱۰ میاشتی مخکی
د خبر شمیره 113771
کې خپور شو 9:16 ق.ظ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ننګرهار ولایت سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د وسله والو طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر ریاست د جلال اباد ښار په بازارونو کې د ښځو لپاره د سمارټ فونونو پر کارولو بندیز لګولی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې رياست مسوولينو د جلال اباد ښار له بازارونو ليدنه کړې او مېرمنو ته يې د دې کار اخطار ورکړى دى که چیرې یو سمارټ فون له دوی سره وموندل شي، دا وسایل به ضبط شي. ځايي طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. تر دې مخکې په کندهار ولایت کې هم د ښځو لپاره د سمارټ فون کارول «حرام» اعلان شوي وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
unnamed
پاکستاني چارواکي د طالبانو سره د خبرو د بیا پيل لپاره د تيارۍ خبر ورکوي
که څه هم د دواړو لورو وروستیو لفظي نښتو او ګواښونو د پوځي تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنې زیاتې کړې دي، خو پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې اسلام‌آباد د طالبانو سره د خبرو د دوام لپاره په ترکیه کې چمتووالی لري.
Woman-WHO-1024x576
د افغانستان د ښځو د امیندوارۍ پټ روغتیایي بحران
بازداشت-مهاجران-در-پاکستان
د پنجاب پولیسو د افغان مهاجرینو د نیولو لړۍ پیل کړې ده
د اسلام‌آباد او طالبانو ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په دوام، د پاکستان چارواکو په پنجاب ایالت کې د افغان مهاجرینو د نیولو او شړلو پراخه عملیات پیل کړي دي.
khaje-asef-2
د پاکستان دفاع وزیر: طالبان د هند استازي ځواک ګرځېدلي دي
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.