د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛د طالبانو د اردو قوماندان اعلان وکړ چې د هغو کسانو په وړاندې چمتووالی او وسلې برابرول چې د مسلمانانو یووالي او عزت نه سي زغملای، د مؤمنانو لپاره یوه حیاتي اړتیا ده.
د طالبانو د دفاع وزارت پرون (۲۸ دلو) په یوه خبرپاڼه کې راپور ورکړ چې فصیحالدین فطرت، د دې ډلې د اردو قوماندان، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د غړو د فراغت په مراسمو کې وینا کړي ده .
فطرت په دې مراسمو کې وویل: «د کفارو په وړاندې چمتووالی او د وسلو برابرول پر مسلمانانو فرض دی او مؤمنان په دې مکلف سوي دي.»
هغه همداراز ټینګار وکړ: «چمتووالی د هغو کسانو په وړاندې چې د اسلامي نظام یووالي، اتفاق، وقار او د مسلمانانو عزت او عظمت نه سي زغملای، یوه اړینه مسئله ده.»
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې طالبان د خپلو نظامي ځواکونو د پیاوړتیا او په افغانستان او سیمه کې د خپل دریځ په ساتنې ټینګار کوي.




