د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لغمان ولایت په علینګر ولسوالۍ کې د یوې لرغونې سیمې د کشف خبر ورکړی. په خبرپاڼه کې ویل سوي چې دا سیمه د میلاد نه مخکې دورې پورې اړه لري او د څیړنو په ترڅ کې په کې ګڼ شمېر لرغوني آثار موندل سوي دي.
د اطلاعات او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي په دې سیمه کې د څیړنو په ترڅ کې ګڼ شمېر لرغوني آثار موندل سوي دي. طالب چارواکو ویلې د دې ځای د لرغونو اثارو څېړنه او ساتنه د وزارت د لرغونپوهانو ریاست تر نظارت لاندې دوام لري.
د دقیقو اثارو نوعیت او ځانګړتیاوې لا نه دي څرګندې سوې، خو وزارت ژمنه کړې چې د څیړنو د بشپړېدو وروسته به بشپړ او مفصل معلومات رسنیو سره شریک کړي.
لغمان د افغانستان له لرغونو ولایتونو څخه شمېرل کېږي او په تېرو وختونو کې هم د لرغونو تمدنونو نښې پکې موندل سوي دي. دغه تازه کشف کولی سي د سیمې تاریخي ارزښت لوړ کړي او د کورنیو او بهرنیو لرغونپوهانو پام ځانته جلب کړي.



