د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې په فراه ولایت کي د نشهيي توکو د پروسس او تولید دوه فابریکې موندلې او ویجاړې سوي دي. دا عملیات د یکشنبې په ورځ، د جدی میاشتې په ۷مه نیټه ، د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ په اړوندو سیمو کي ترسره سوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخي، په دې عملیاتو کي د فابریکو د ویجاړولو ترڅنګ، ۲۷ کیلو ګرامه شیشه، ۳۲ کیلو ګرامه پوډر، ۶۰ لیتره تېزاب او لسګونه کیلو ګرامه نور توکي چې د نشهيي توکو په تولید کي کارېدل، موندل سوي او سوځول سوي دي.
په خبرپاڼه کي دا هم ویل سوي دي چې د دې عملیاتو په تړاو دوه کسان نیول سوي دي.
افغانستان له کلونو راهیسې د نشهيي توکو د تولید او قاچاق د پراخو ننګونو سره مخ دی، او هر کال په سلګونو ټُنه نشهيي توکي د هېواد څخه دباندي بهرنیو بازارونو ته قاچاق کېږي.
دا په داسي حال کي ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر (یوناما) د سنبلې په میاشت کي په خپل درې میاشتني راپور کي ویلي وو چې د نشهيي توکو د خطرناک استعمال کچه، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو په منځ کي، د زیاتېدو په حال کي ده.



