طالبانو په رسنیو کې د موسیقۍ په خپرولو بندیز ولګاوه

طالبان نشر موسیقی در رسانه‌ها را ممنوع کرد

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت په رسنیو باندې د خپلو بندیزونو په دوام، په کابل کې د موسیقۍ په خپرونه بندیز ولګاوه. دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ د قوس په ۲۲مه دا اعلان وکړ چي د دغه وزارت محتسبین د چاپي، غږیزو او ویډیويي رسنیو له استازو سره په کتنه کې له هغوی څخه وغوښتل چې د موسیقۍ او هر هغه مطالب له خپرولو ډډه وکړي چې له اسلامي احکامو او افغاني کلتور سره په ټکر کې وي. دا اقدام په داسې حال کې شوی، چې طالبانو تر دې وړاندې د خوست په څېر ولایتونو کې هم پر رسنیو بندیز لګولی و. دا نوی محدودیت یوه ورځ وروسته له هغه اعلان شو چې د طالبانو استخباراتو رسنۍ مجبوره کړې چې د طالبانو د مهاجرینو د چارو د وزیر خلیل الرحمن حقاني د وژنې په پوښښ کې د “شهید” کلمه وکاروي.

بیشتر بخوانید:  پاکستان ته د ۷۲ کیلو قیمتي ډبرو د قاچاق مخه ونیول شوه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه