طالبانو د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره د بامیان ولایت په یکهولنګ ولسوالۍ کې د کانونو استخراج منظور کړ. په باميانو کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر د دې خبر د تاييدولو پر مهال د “ګندهکوټل” کان د څارنې خبره وکړه. راپورونه وايي، طالبان له تېر یوه کال راهیسې له دې سیمې څخه په بې توپیره ډول معدنونه ایستلي دي. ځینو سرچینو ویلي چې له دغه کان څخه لیږدول شوي مواد یورانیم وو. په ورته وخت کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره د افغانستان د کانونو او لرغونو اثارو د لوټ کېدو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10656
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 10656
منتشر شده در ۱۱:۰۷ - میزان ۷, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email