طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې د څه باندې ۳۰۰ زره پاسپورټونو د وېش اعلان کړی دی

طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې د څه باندې ۳۰۰ زره پاسپورټونو د وېش اعلان کړی دی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست ویاند اعلان وکړ چې دوی د دلو میاشتې له پیل څخه د حوت د میاشتې تر ۲۱ نیټې پورې ۳۲۶ زره پاسپورټونه ویشلي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست ویاند نورالله پتمن وايي، دغې ادارې د دلو میاشتې له پیل څخه د حوت میاشتې تر ۲۱ مې نیټې پورې ۱ میلیارد ۸۴۴ میلیونه افغانۍ راټولې کړي دي. د هیواد د اتباعو د کډوالۍ د زیاتوالي له امله د پاسپورتونو غوښتنه لوړه ده. په ورته وخت کې، د پاسپورت ترلاسه کولو پروسه خورا ورو ده. د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره یې له یو کال زیات انتظار وکړ. د افغانستان پاسپورت اوسمهال د دغه هېواد د تېر حکومت له لوګو سره وېشل کېږي.

بیشتر بخوانید:  طالبان: په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې کومه امنیتي پېښه نه ده شوې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x