د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان اعلان کړی چې په افغانستان کې د ټاپي ګازو د لیږد پروژې عملي کار لس کیلومتره پرمختګ کړی دی.
افغان د حوت په ۲۵مه، د شنبې په ورځ په یوه ویډیو کې وویل چې د پروژې د پرمختګ سرعت به د هوا د ګرمېدو سره زیات شي.
هغه زیاته کړه چې د ټاپي پروژه د انرجۍ د زیربناوو د پراختیا په برخه کې د طالبانو له لومړیتوبونو څخه ده او دوی هیله لري چې د دې پروژې د بشپړولو پروسه به ګړندۍ شي.
د ټاپي پروژه د ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د طبیعي ګازو د لیږدولو پلان دی.