د طالبانو د صدراعظم د دفتر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له ایرانه غوښتي چې له دغې ډلې سره د کورني برېښنا د تولید په برخه کې خپلې تجربې او تخنیکي همکارۍ شریکې کړي. د طالبانو رسنیز مرکز د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي دي چی د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د ایران د انرجۍ له وزیر علي اکبر محرابیان سره په کتنه کې دواړو لورو د اوبو د مدیریت، په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې د ایران د تخنیکي همکارۍ، پانګونې، په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې د کرنې او وچکالۍ د مخنیوي په برخه کې د اوبو لګولو د پرمختللو سیستمونو د کارولو په اړه خبرې وکړې.

- 60
- کې خپور شو 2:51 ب.ظ
- د خبر شمیره 6802
- November 7, 2023
- کې خپور شو 2:51 ب.ظ
- د خبر شمیره 6802
- November 7, 2023
- خبرونه
- تازه تازه 14:51 - November 7, 2023
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=6802
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



