د معمار پرس د خبر له مخې؛ د باخبرو سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبانو په استانبول کې د افغانستان قونسل محمد امین یعقوبي له دندې ګوښه کړی او خپل دیپلومات مفتي محمد عظیم یې د نوي قونسلګرۍ په توګه ټاکلی دی. يعقوبي دغه ګمارنه رد کړه او ويې ويل، چې اوس لا هم قونسل جنرال دى. طالبانو په کابل کې د ترکیې سفارت او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته هم یو لیک استولی چې د قونسلګرۍ چارې دې د دې ډلې ټاکل شوي ډیپلوماټ ته وسپاري. ترکیه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو دې ډلې ته یې اجازه ورکړې چې په انکارا کې د افغانستان سفارت او په استانبول کې د دغه هېواد قونسلګرۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي.

- 44
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7264
- کې خپور شو 2:32 ب.ظ
- د خبر شمیره 7264
- December 30, 2023
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7264
- کې خپور شو 2:32 ب.ظ
- د خبر شمیره 7264
- December 30, 2023
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:32 - December 30, 2023
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



