طالبانو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اسرائیلو د جنایتونو پر وړاندې دې ژر تر ژره اقدام وکړي

طالبانو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اسرائیلو د جنایتونو پر وړاندې دې ژر تر ژره اقدام وکړي

طالبانو پر لبنان د صهیونیسټ رژیم د حملو د غندلو په ترڅ کښې په دې برخه کښې د نړیوالې ټولنې د مسئولانه او بیړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په لبنان کې د صهیونیسټ رژیم وروستي بریدونه په کلکه غندلي دي. طالبانو ویلي: دغه بریدونه چې په پایله کې یې د ماشومانو او ښځو په ګډون سلګونه بې ګناه خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، په نړیواله کچه یې جدي اندېښنې راپارولي دي. طالبانو په دغه بیانیه کښې په غزې کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې د جدی غبرګون نه شتون د دې سبب شوی دی چې دغه رژیم د ټولې سیمې امنیت له خطر سره مخامخ کړی.

بیشتر بخوانید:  طالبانو د روغتیا وزارت: په هېواد کې ۲۱ سلنه مړینې د زړه د ناروغیو له امله کېږي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x