د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د حکومت د اعلامیې په حواله، د دې ډلې د سیاسي دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل: د افغانستان پر بانکي سیستم بندیزونه او د بهرنیو مرستو کموالي په هېواد کې ستونزې نورې هم پېچلې کړې دي. د طالبانو د صدراعظم د دفتر سیاسي مرستیال همداراز زیاته کړه چې په افغانستان کې میلیونونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د حکومت له بيا جوړېدو وروسته د امريکا له خوا د نورو بنديزونو تر څنګ د افغانستان پر بانکي سيستم هم بنديزونه ولګول شول. ځینې راپورونه ښیی چې دغو بندیزونو د خلکو پر اقتصادی وضعیت منفی اغېز کړی او په هېواد کې یې د بې وزلۍ د کچې د زیاتېدو لامل شوی دی.

- 53
- کې خپور شو 12:36 ب.ظ
- د خبر شمیره 8540
- May 9, 2024
- کې خپور شو 12:36 ب.ظ
- د خبر شمیره 8540
- May 9, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 12:36 - May 9, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8540
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


طالبان: افغانستان د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه دی.
16 ساعتونه پیش


افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو لپاره بشري مرستې ناکافي دي
17 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments