طالبانو له غاصبینو د ۴۴ زره جریبه ځمکې د بېرته اخیستو اعلان وکړ

طالبانو له غاصبینو د ۴۴ زره جریبه ځمکې د بېرته اخیستو اعلان وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د عدلیې وزارت چارواکو په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې دغه وزارت تېر کال شاوخوا ۴۴ زره جریبه ځمکه له غاصبینو بېرته نیولې ده. د دغه وزارت مالي او اداري رئیس سید حبیب وویل، چې په تېر کال کې ۴۳ زره ۹۴۵ جریبه ځمکه له غاصبینو څخه بېرته ترلاسه شوې او یو میلیارد، ۱۶۵ میلیونه، ۴۴۷۵ افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي. د دغه وزارت چارواکي همداراز زیاتوي: هغه قوانین چې د طالبانو د مشر له خوا تصویب شوي ۶ یا ۷ قوانین دي چې د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون، د شکایتونو د اوریدو قانون او داسې نور دي.

بیشتر بخوانید:  په پاکستان کې د افغان کډوالو د توقیف لړۍ دوام لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x