د معمار پرس د خبر له مخې؛ وروسته له هغه چې روسیې طالبان په رسمیت وپیژندل، د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب په یوه رسمي لیک کې له مسکو څخه د پوځي تجهیزاتو د پیرود غوښتنه وکړه.
د روسیې ورځپاڼې “نزاویسیمایا ګازتا” راپور ورکړ چې طالبانو دا غوښتنه د روسیې سره د همکارۍ د نوي فصل د پیل یوه برخه ګڼلې او ټینګار یې کړی چې د روسیې پوځي تجهیزات د دوی اړتیاوو لپاره مناسب دي.
په دې لیک کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتل شوي چې د دې همکارۍ د پرمختګ لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو داخلي اسنادو د روسیې د جاسوسۍ فعالیتونو په اړه اندیښنې راپورته کړې دي.
د دې اسنادو له مخې، ځینې روسي اتباع د سیلانیانو یا خبریالانو په جامه کې افغانستان ته ننوتلي دي، مګر د دوی اصلي هدف استخباراتي اعلان شوی دی.