طالبانو له روسیې سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګولو غوښتنه وکړه

طالبانو له روسیې سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګولو غوښتنه وکړه

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی په مسکو کې د روسیې د ولسمشر له سلاکار سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصاد او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د عملي ګامونو د پورته کولو غوښتنه وکړه. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ایکس پاڼه کې د دې ناستې اعلان کړی او ویلي یې دي، چې متقي د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. د روسیې د ولسمشر سلاکار عادل‌ګریف روسلان هم په دې ناسته کې اعلان وکړ چې روسیه چمتو ده له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

بیشتر بخوانید:  په ترکیه کې د مقاومت له شورا سره د امریکايي پلاوي غونډه؛ که طالبان خبرې ونه مني، موږ به د جګړې لاره خپله کړو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x