طالبانو له خپلې ژمنې په خلاف نجونې له زده کړو بې برخې کړې دي

memaarpress.com

د معمار وحدت د وحدت خبری آژانس د راپور له مخې: ښاغلی بورل ټینګار وکړ چې طالبانو په تیر کال کښې د اعتدال هیڅ نښه نه ده ښودلې.

بورل په یوه مقاله کې لیکلي چې افغانستان د طالبانو له یوه کال واکمنۍ وروسته د نړۍ د خبرونو له سرټکو څخه ښکته شوی او د خلکو وضعیت یې کړکېچن دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول همدا راز زیاته کړې، چې طالبانو افغانستان په نړیواله کچه انزوا ته اړولی او دا درک وړ ده، چې هېڅ هېواد حتی پاکستان او قطر هم د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه پېژني.

د جوزپ بورل په وینا، د نړیوالو ځواکونو شل کلن حضور او له یو تریلیون ډالرو څخه زیات مصرف په افغانستان کې ونتوانېد چي یو باثباته حکومت رامنځته کري.

هغه زیاتوي چې بهرنۍ مداخلې په داسې هېوادونو کې سیاسي حل او مشروع حکومت نه شي جوړولای او دا کار یوازې سیمه ییز ځواکونه کولای شي.

بورل وايي، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې او بهرنیو ځواکونو حضور یوازې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د طالبانو د لومړي حکومت د ړنګولو په برخه کې بریالی و، چې القاعده ته یې پناه ورکړې وه. خو هغه زياته کړه، چې دغه ځواکونه د ملت جوړونې په برخه کې له ناکامۍ سره مخ دي.

بیشتر بخوانید:  د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د عزيزي بانک له ح رئیس سره د ګډو همکاریو د ډېرېدو په تړاو ناسته وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x