د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د ایران د توانیر شرکت له عمومي رئیس ارش کردی سره په کتنه کې افغانستان ته د ایران د برېښنا د صادراتو د تعرفې د کمولو غوښتنه وکړه. په دې کتنه کې دواړو لورو د ایران او افغانستان ترمنځ د بریښنا په برخه کې د لازیاتو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ. منصور پرون ایران ته سفر وکړ. نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې له ایراني چارواکو سره د برېښنا د قرارداد د تمدید، د مناسبې تعرفې پر ټاکلو او د برېښنا د نورو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6876
۱ کال پیش
شماره خبر 6876
منتشر شده در ۱۱:۲۷ - عقرب ۲۳, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email