طالبانو له ایران څخه افغانستان ته د څلور زره بندیانو د استولو اعلان وکړ

طالبانو له ایران څخه افغانستان ته د څلور زره بندیانو د استولو اعلان وکړ

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت اعلان وکړ چې د ایران له زندانونو څخه څلور زره افغان بندیان چې افغانستان ته راستانه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره میاشت اعلان وکړ چې د بېلابېلو هېوادونو له زندانونو د بندیانو د خلاصون په لټه کې دي. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضيا احمد تکل وايي، چې دغه وزارت د بېلابېلو هېوادونو ډېرى بنديان خوشې کړي او بېرته يې افغانستان ته استولي دي. هغه وويل چې په تېرو دريو کلونو کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت هغه افغان اتباع چې په بېلابېلو هېوادونو لکه ايران، پاکستان او متحده عربي اماراتو کې بنديان وو، خوشې کړي دي. ټیکل همدارنګه زیاته کړه چې د دې مسلې د حل لپاره هڅې روانې دي.

بیشتر بخوانید:  د ایران ولسمشر په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x