طالبانو له امریکايي پلاوي څخه په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د سپارلو غوښتنه وکړه

طالبان در گفتگو با هیئت آمریکایی خواستار بازگشایی سفارت افغانستان در واشنگتن شد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کابل ته د امریکايي پلاوي د سفر په اړه په خپل لومړني غبرګون کې وویل چې طالب چارواکو په دې غونډه کې د ډونالډ ټرمپ له استازي سره په مختلفو مسایلو خبرې وکړې.

هغه د سې شنبې په ورځ له العربیه سره په یوه مرکه کې اعلان وکړ چې طالبانو د امریکا له حکومت څخه غوښتي چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت دې ډلې ته وسپاري او همدارنګه یې له امریکا څخه وغوښتل چې په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي.

مجاهد زیاته کړه چې طالبان د امریکايي پلاوي ځواب ته په تمه دي او دا خبرې اترې لا هم روانې دي.

بیشتر بخوانید:  د روسیې استازی: د شانګهای په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ملاتړ کوو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه