طالبانو له افغان کډوالو سره د اماراتو دوه میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

طالبانو له افغان کډوالو سره د اماراتو دوه میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

طالبانو د سه شنبې په ورځ (د حوت ۲۲مه) د طالب کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د جوړ شوي کمیسیون په حواله اعلان وکړ چی متحده عربي اماراتو افغانستان ته له ستنېدونکو کډوالو سره نږدې دوه میلیونه ډالره مرسته وکړه. د اعلامیې په دوام کې ویل شوي چې د مهاجرينو د ستونزو د هواري د عالي کميسيون د دولسو کميټو غونډه د دغې ډلې د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ جوړه شوه. د طالبانو د کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د عالي کمیسیون د دولسو کمیټو ګډونوالو اعلان وکړ چی متحده عربي اماراتو د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت له راستنیدونکو کډوالو سره یو میلیون او ۸۰۰ زره ډالره مرسته وکړه. دغه کمیسیون له بیلابیلو هیوادونو څخه د راستنیدونکو مهاجرینو د احصایې، د نغدي مرستو د ویش او هغوی ته د خوراکي توکو، جامو او استوګنې د برابرولو، د راستنیدونکو سوداګرو او پانګوالو د ثبت او راجستر پر څرنګوالي بحث وکړ.

بیشتر بخوانید:  له افغانستان څخه قرغزستان ته د کاربونیټډ مشروباتو د صادراتو زیاتوالی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x