طالبانو لسګونه تاریخي اثار د افغانستان ملي موزیم ته انتقال کړل

طالبانو لسګونه تاریخي اثار د افغانستان ملي موزیم ته انتقال کړل

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو په کابل کې د افغانستان ملي موزیم ته د ۹۷ تاریخي اثارو د لېږد اعلان کړی دی. د طالبانو د کلتور وزارت په دوام کې وویل چې دا اثار په دوو مهمو تاریخي سیمو، د لوګر ولایت په میس عینک او د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د لرغونپوهنې د کیندنو په پایله کې کشف شوي دي. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونپوهنې مشر ذبیح الله سادات په وینا، دا اثار د پاکولو، ثبتولو او بیارغونې د لومړنیو پړاو له بشپړولو وروسته ملي موزیم ته لیږدول شوي دي.

بیشتر بخوانید:  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: کابل پوهیږي چې د امنیت مسله د پاکستان لپاره ډیر جدي مسله ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه